په افغانستان کی د امریکی د سفارت لخوا د نیکمرغه کوچنی اخترد مبارکی پیغام
د ۲۰۰۹ کال د سپتمبر میاشت
اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
اجازه را کړی چی په کابل کی د امریکی د متحده ایالاتود سفیر په توګه د امریکی د خلکو او حکومت په استازی توب د افغانستان ټولو مسلمانانو ته د نیکمرغه کوچنی اخترمبارکی ووایم چی تاسو یی د روژی نه وروسته په خوشحالی سره لمانځی. هیله مند یم چی د اختر او د اختر نه وروسته ورځی د تاسو، ستاسو د کورنیو او دوستانو لپاره د خوشحالی او نیکمرغی ورځی وی.
د اخترد خوشحالی دغه دری ورځی د هغه وخت یادوونه کوی چی د نړی ټول مسلمانان د امریکی د میلیونونو مسلمانانو په ګډون د هغه کسانو سره مرستی کوی چی نظر دوی ته د لږو امکاناتو درلودونکی وی او ددوی لپاره د سولی او لا نیکمرغی د لارو چارو په لټون کی وی. زه نشم کولای چی د افغانستان لپاره د سولی او نیکمرغی د ارزښتناکه هدف نه پرته د بل شی په هکله فکر وکړم چی دی هیواد څو لسیزی جګړه تیره کړی او د سولی او نیکمرغی مستحق دی.
همدا چی په نوی میاشت کی سپوږمی ولیدل شی، هیله مند یم چی د افغانستان د راتلونکی لپاره به نوی هوډونه د ځانه سره ولری او افغانانوته به هیله او خوشبینی ور په برخه کړی. ددی اصل په پام کی نیولو سره، زه او د امریکی ټول خلک خپلی نیکی هیلی د نیمکرغه کوچنی اختر دخوشحالیو د لمانځلو لپاره تاسو ته وړاندی کوو.
اختر مو مبارک شه



